د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف هرات ته د خپل سفر په ترڅ کې له تورغونډۍ بندر او د ټاپي پروژې له روانو چارو لېدنه کړې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې دیاد وزارت وزیر هدایتالله بدري هم د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر سره کتلي او دواړو لورو د تور غونډۍ بندر د ظرفیت لوړولو، ترانزیټي اسانتیاوو او دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.




































