د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې په زابل ولایت کې یې د شیخ متي بابا د کډوالو دویم ښارګوټی پرانستی دی. دغه وزارت ویلي، چې په یاد ښارګوټي کې د راستنو شویو کورنیو لپاره بشپړې بنسټیزې او ټولنیزې اسانتیاوې برابرې شوې دي. د زابل ولایتي مسوولین وایي، دغه ښارګوټی شاوخوا ۴ زره او ۳۳۰ جریبه پراخوالی لري او د ۵ زره راستنو شویو کورنیو لپاره ځانګړی شوی. چارواکو ډاډ یې ورکړی چې د پروژې عملي کول به د سیمې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره ګټور تمام شي.




































