په دوحه کې د افغانستان سفیر سهیل شاهین، د قطر دولت د ښاروالۍ وزیر عبدالله بن حمد بن عبدالله العطیه سره کتلي. قطر کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د کابل او دوحې د ښاروالیو ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا خبرې کړې دي. د یاد سفارت په وینا، دواړو لورو د سړکونو جوړولو او بیارغونې، د هوایي او ځمکنیو پلونو جوړولو، د ظرفیت لوړونې پروګرامونو او یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.




































