هلمند کې د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت یوه سړه خونه پرانیستل شوه. د یادې سړې خونې مسوولین وايي، چې د دغه خونې په پرانیستلو لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده. هلمندي سوداګرو تمه ښودلې، چې په دغه ولایت کې د یادې خونې جوړېدل به د بزګرو په عوایدو کې زیاتوالی راولي. د دغه سړې خونې مشر دوست محمد دوست ویلي، چې د یادې سړې خونې په جوړېدو به د هلمند د مېوو او سبزیو د ضایعه کېدو مخه ونیول شي او د بزګرو زحمتونه به نه بېځایه کېږي. نوموړي پر حکومت کړی، چې د برېښنا او نورو برخو کې ورته امکانات برابر کړي.




































