د امریکايي پوځ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د هېواد په ختیځ کې په یوه برید کې دوه امریکايي عسکر ټپیان شوي او یو بل وژل شوی دی. په خبرپاڼه کې د پېښې دقیق ځای نه دی ښودل شوی، خو ویلي یې دي چې دغه پېښه پرون رامنځ ته شوې ده. امریکايي رسنۍ بیا وايي چې د برید مسوولیت وسله والو طالبانو منلی دی، خو په دې اړه نور جزیات نشته دي. امریکايي پوځ د وژل شوي او ټپیانو سرتېرو هویت نه دی مشخص کړی. په خبرپاڼه کې راغلي، چې ورته پېښې به له افغان ځواکونو او افغانانو د امریکایانو ملاتړ کم نه کړي او نه به هم د ناټو روان ماموریت کمزوری کړي.