د کرنې وزارت خبر ورکړی، چې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان( ایف اې او ) له مرستیال فبریزیو سیساریتي او د یادې ادارې د پروګرامونو له مسوول کوشتوبه دیوالي سره کتلي دي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالوماتو له مخې ، په دې کتنه کې د چکډېمونو د جوړولو، د اوبو لګولو د کانالونو رغولو، استنادي دېوالونو رغولو او دغه راز د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مقابلې په برخو کې خبرې شوې دي. د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازو وویل، چې د یادو برخو په اړه مشخصې او بنسټیزې پروژې به د روان میلادي کال په ترڅ کې پلې شي، چې له امله به یې د افغانستان زرګونه بزګران او مالداران ترې ګټه واخلي.



































