د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې د اوبولګولو کانال د پاکولو او د استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د کندهار د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په ذاکر شریف کلي کې د ۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۲۸.۴ کیلومترو په اوږدوالي د اوبولګولو کانال د پاکولو او د ۳۲۶ مترو په اوږدوالي د استنادي دېوال د جوړولو چارې پیل شوې دي.




































