د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس سید کریم هاشمي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره په لیدنه کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې دي. په دې لیدنه کې دواړو لورو د ټرانزیټ، سرحدي اسانتیاوو ښهوالي، د ترانسپورټي زېربناوو پر پیاوړتیا هم بحث کړی. د یادې خونې پر اېکس پاڼه لیکل شوي، چې د ناستې موخه د دواړو هېوادونو د سوداګرو او سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي.



































