په بشکیک کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د هند له سفیر بیرېندر سنگ سره کتلي دي. په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو اړيکو د پراختیا ترڅنګ؛ د ویزو پر اسانتیاوو، روغتیا، سیاحت، پانګونې او یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې شوې دي. دواړو لورو د متقابل باور پر پیاوړتیا او د ګډو همکاریو پر پراخېدو ټینګار کړی.




































