د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، د متحده عربي اماراتو له بندخونو شاوخوا ۱۰۸ افغان بندیان را خوشې شوي دي. سرچینې ویلي، چې په یاد شمېر کې ځينې خوشې شوي افغانان افغانستان ته ستانه شوي او پاتې کسان به د قانوني پروسو تر بشپړېدو وروسته په نږدې راتلونکې کې هېواد ته ستانه شي. د خبرپاڼې له مخې په متحده عربي اماراتو د افغان سفارت د پرلهپسې هڅو په پايله او د یاد هیواد د ملي ورځې په مناسبت دغه کسان له زندانونو ازاد شوي دي.




































