د لوګر ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت له لوري د بېاسنادو او غیرقانوني موټرو د راټولولو لړۍ پیل شوې ده. د لوګر د امنیه قومنداني ویاند مولوي احمدالله انس رسنیو ته ویلي، چې د ترافیکو مدیریت له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د بېاسنادو موټرو پروړاندې د کنټرول بهیر پیل شوی او دامهال په ګڼو سیمو کې د موټرو د تلاشي او کنټرول لپاره چیکپاینټونه جوړ شوي دي. د نوموړي په خبره د یادو چیکپاینټونو پرمهال هغه موټرونه درول شوي او نیول شوي چې سټیکري نمبرپلېټ او جوازسیر یې نه درلودل.




































