د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم رییس ډاکټر نعیمالله ایوبي له یوه تخنیکي پلاوي سره ترکیې ته ولاړ. عامې روغتیا وزارت ویلي، چې یاد پلاوی به د ترکیې د درملو ادارې له مسوولینو سره د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم په تړاو یو شمېر مهمو موضوعاتو باندې خبرې وکړي. روغتیا وزارت زیاتوي، چې د دې سفر په ترڅ کې به هڅه وشي، چې هېوادوالو ته په مناسبه بیه د لوړو کیفیت درملو برابرولو په موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د درملو د تولید او تورید برخه کې لا ښه همغږي رامنځته شي. یاد پلاوی به دغه راز د ترکیې د درملو له تولیدي فابریکو څخه هم لیدنه وکړي.



































