د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د افغانستان د ا.ا د ځانګړو لارښوونو او په باکو کې د افغان سفارت د دوامدارو هڅو په پایله کې، د اذربایجان جمهوریت د مشرتابه په حکم ۱۴ تنه افغان بندیان خوشې شوي دي. د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي د اذربایجان له حکومت او اړوندو ادارو د همکارۍ او بشردوستانه اقدام ستاینه شوې او ویل شوي چې د افغان بندیانو د دوسیو د تعقیب لړۍ به دوام ولري.




































