د کندهار په مرکز کې د ۱.۸ میلیارده افغانیو په ارزښت د امارت له څلورلارې څخه تر نساجي پله پورې د ۸ کیلومتره په اوږدوالي او د ۸۰ مترو په پلنوالي سره د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې. د کندهار ولایت مقام د رسنیو دفتر ویلي، چې اوسمهال د ۱۱۵میلیونه افغانیو په لګښت د دې پروژې د لومړي فاز چارې پیل شوي او د دویم فاز چارې به یې په راتلونکي کال پیل شي.



































