د چين د هانکانګ خاصې اداري سيمې سترې محکمې د فبرورۍ په ۹مې نېټې د هانکانګ د ملي امنيت له قانون څخه لي جه ينګ او د «پينګ ګوه ژه باو » ورځپانې په شمول ۳ تصديو ته د سرغړونو د قضيو په اړه د جزا تطبيق حکمونه صادر کړي دي.
لي جه ينګ د هانکانګ ملي امنيت ته د زيان رسولو په غرض له بهرنيو کړيو سره د لاس لرلو او د بغاوت د پارولو د خبرپاڼو د خپرولو په تورونو تورن شوی او پر شل کلن بند محکوم شوی دی.
د دغې قضيې د سپيناوي بهير د ۲۰۲۳م کال د ډسمبر په ۱۸مې نېټې په رسمي توګه پيل شوی و او دنده يې د هانکانګ د ملي امنيت قانون له مخې ۳ ټاکلو قاضيانو ته ورکړل شوې وه.
د هانکانګ خاصې اداري سيمې سترې محکمې د ۲۰۲۵م کال د ډسمبر په ۱۵مې نېټې له بهرنيو کړيو سره د لاس لرلو او د بغاوت د پارولو د خبرپاڼو د خپرولو په شمول د لي جه ينګ د ۳ تورونو تصديق کړی و.
د چين د دولتي شورا د هانکانګ او مکاو چارو دفتر ويلي، دغه محکم د دې څرګندويي کوي، که څوک د ملي امنيت قانون چېلنج او وننګوي، نو هرومره به له سختې سزا سره مخ کېږي.



































