چين ميډيا ګروپ د فبرورۍ په ۸مې نېټې د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې څلورم تمرين ترسره کړ.
په دې ماښامنۍ هنري نندارې کې د نوښتګرو بڼو له لارې د چین دودیز کلتور او چیني او بهرني هنرونه ښودل شوي او ټولې نندارې يې د نوښت، نیکمرغۍ او خوښيو په رڼا کې ترسره شوي دي.
په روان کال کې د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د پېژندنې فعاليتونه په پرله پسې ډول په امریکې، روسیې، فرانسې، ایټالیې او ځينو افریقایي هېوادونو کې ترسره شوي دي او ډېرو ګډونوالو یې د هنري نندارو، د دودونو د تجربو او د کلتوري تولیداتو د بازارونو له لارې د پسرلني اختر خوشحاله او سوله ییزه فضا احساس او تجربه کړې ده.



































