د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او دولت رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ د ۹مې نېټې په سهار د پلازمېنې بېجينګ په يي جوانګ سيمې کې د معلوماتي ټېکنالوژۍ نوښت پارک ته تللی او هلته يې د معلوماتي ټېکنالوژۍ د استعمال او نوښت او د ټېکنالوژيکي نوښت د نړيوال مرکز د ابادولو لپاره د بېجينګ ښار د اقداماتو په اړه معلومات ترلاسه کړي دي.
شي جين پينګ په دې ليدنې کې د ټېکنالوژيک نوښت د نمونوي پايلو له نندارتون څخه هم لنډه کتنه کړې او د ساينس او ټېکنالوژۍ له کارکوونکو او د اړوندو تصديو له استازو سره يې خبرې کړې دي.



































