د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش د فبرورۍ په ۹مې نېټې په يوه وېډيويي پيغام کې چينايانو ته د اس کال د پسرلني اختر په مناسبت مبارکي ويلي او هيله يې ښودلې، چې د اس روحيه چينايانو ته روغتيا، نيکمرغي او سمسورتيا ورسوي.
نوموړي له چين او چينايانو څخه مننه کړې، چې د څواړخيزتوب او د نړۍ له يووالي څخه يې کلک ملاتړ کړی دی.
ګوټرېش اس د انرژۍ، کاميابۍ او مېړانې نښه بللې او ویلي يې دي، اوسنۍ نړۍ چې له کړکېچونو، نامساواتو او اقليمي بدلون سره مخ ده، يادو صفتونو ته اړتيا لري.



































