د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د چین د دودیز پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د دغه اختر په پار د نمانځنې رنګارنګ فعالیتونه ترسره شوي دي.
د چین د کلتور او سیلانۍ وزارت څو ورځې مخکې د امریکا په فلدیلفیه ښار کې د خوشحال پسرلني اختر په نوم لړیز فعالیتونه ترسره کړي دي.
د ویتنام په پلازمېنې هانوي کې د ۲۰۲۶م پسرلني «د چین ـ ویتنام ښه ګاونډیتوب» کنسرټ ترسره شوی دی.
په دغه کنسرټ کې د ویتنام د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د سیاسي بیورو د څو غړو او د دواړو هېوادونو د مختلفو ټولنو د دوستانه شخصیتونو په شمول څه باندې ۷۰۰ کسانو برخه اخيستې وه.
د پیرو په پلازمېنې لیما کې د پیرو ـ چین د دوستۍ ورځې د نمانځنې فعالیت او پسرلني اختر په ویاړ معبدي بازار ترسره شو.
د پیرو د کلتوري چارو وزیر الفوریدو لونا دغه فعالیت د کلتوري او هنري تبادلې يو ګام بللی او په خبره یې، دغه فعالیت د دې ښکارندويي کوي، چې د نړۍ ټول هېوادونه، که څه هم بېلا بېل نژادونه، کولتورونه او رواجونه لري، دوستانه اړيکې جوړولی شي.
د پسرلني اختر په وياړ ورته فعالیتونه د کیوبا، پولنډ، سریلانکا او نایجریا په شمول څو نورو هېوادونو کې هم ترسره شوي دي.



































