د چين د هانکانګ ځانګړې اداري سيمې اجرائيه رئیس لي جيا چاو د فبرورۍ په لسمې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې «د يوه هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ تر چتر لاندې د ملي امنيت د ساتلو لپاره د هانکانګ عملیات» سپين کتاب ډېر مهم دی او پر وخت خپور شوی دی او په خبره یې، حکومت یې ترې پوره ملاتړ کوي او تطبيق به يې کړي.
نوموړي ويلي، هغه به د هانکانګ د ځانګړې اداري سیمې د اجرائیه رئیس او مشر په توګه، د دې سيمې د حکومت د اداري، تقنیني او عدلي ارګانونو په مشرۍ او همغږۍ د ملي امنيت د ساتلو مسئوليت رعايت او پوره کړي.
د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر په همدې ورځ «د يوه هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ تر چتر لاندې د ملي امنيت د ساتلو لپاره د هانکانګ عملیات» سپين کتاب خپور کړی دی.
دغه سپين کتاب له سریزې او پای برخې علاوه پنځه برخې لري او عنوانونه يې په دې ډول دي:
لومړی، د ملي امنيت د ساتلو لپاره د هانکانګ مبارزه پای ته نه ده رسېدلې.
دويم، مرکزي حکومت د هانکانګ د ملي امنيت په چارو کې اصلي مسئوليت پرغاړه لري.
درېيم، هانکانګ ځانګړې اداري سيمه د ملي امنيت د ساتلو لپاره د اساسي او بنسټيزو قوانينو له لوري ټاکل شوی مسئوليت جدي رعايت کوي.
څلورم، هانکانګ له ترينګلتيا څخه نظم ته بدلون موندلی او اوس له نظم څخه د سمسورتيا په لور روان دی.
پنځم: په لوړې سويې د يوه هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ د اړوندو چارو د باکيفيته پرمختګ تظمينول.



































