د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د فبرورۍ په ۱۰مې نېټې «د يوه هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ په چوکاټ کې د چين د امنيت د خونديتوب لپاره د هانکانګ عمليات» سپين کتاب خپور کړی دی.
په ياد کتاب کې ويل شوي، چې د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې په نوې زمانې کې د يوه هېواد او دوو نظامونو پاليسي پوره او جدي تطبيق کړې او د هېواد د ملي حاکميت، امنيت او د پرمختګ د ګټو خونديتوب يې د يادې پاليسۍ تر ټولو لوړ اصل بللی دی.
د چين مرکزي حکومت د هانکانګ له سیمه يېز حکومت څخه کلک ملاتړ کوي، چې ياده پاليسي پوره او جدي تطبيق کړي، د هېواد د امنيت د خونديتوب مسئوليت پر غاړه واخلي او د يوه هېواد او دوو نظامونو پاليسۍ د تطبيق لپاره ښه تضمين برابر کړي.



































