دغه غونډه د ايپېک د سږنۍ ناستې پر سرلیک (( د اسیا او ارام سمندر سيمې د ګډې ټولنې جوړونه او د ګډې سوکالۍ هڅونه )) او دريو مهمو برخو ((ورخلاصون، نوښت او همکارۍ)) تمرکز لري او ګډونوال به يې په بېلا بېلو برخو کې پر مختلفو ميکانيزمونو او همکاريو بحثونه وکړي او د دغه سازمان د مشرانو د غیر رسمي ناستې لپاره به، چې ټاکل شوې په راتلونکي نومبر کې به ترسره شي، لاسته راوړنې چمتو کړي.
چين په روان کال کې په درېم ځل د ايپېک د کوربه هېواد په توګه دنده ترسره کوي. د ايپېک د لوړ پوړو چارواکو غونډه د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو او د مشرانو د غونډې لپاره مهم چينل بلل کېږي.
اوسمهال د ايپېک د ۲۰۲۶م کال غونډې لپاره چمتووالی پیل شوی او کارونه يې په سالمه توګه په مخ روان دي.



































