د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او خارجه وزير وانګ يي د فبرورۍ په لسمې نېټې د دغه هېواد په ګوانګجو ښار کې د ۲۰۲۶م کال د ايپېک سازمان د لوړپوړو چارواکو د لومړۍ غونډې پرانيستونکو مراسمو کې ګډون او وينا کړې ده.
وانګ يي په خپله وينا کې ويلي، چې د ايپېک غړي دې اسيا او ارام سمندر د يوې سمسورې او ثابتې، پرانيستې او مدغمې، پراخې ګټورې او ټولشمولې، يو موټې او متقابلې مرسته لرونکې سيمې په توګه اباده کړي.
هغه د دې غونډې له ګډونوالو څخه غوښتي، چې د اسيا او ارام سمندر د هېوادونو د همکاريو اصلي هدف ته بيا کتنه او د ايپېک د راتلونکي پرمختګ لپاره هڅې وکړي او په خبره یې، غړي هېوادونه دې د دې سازمان په جوړېدونکې سرمشريزې کې د لاسته راوړنو يو داسې سند رامنځته کړي، چې روښانه لوری او مانا لرونکي محتويات ولري. دغه راز د اسيا او ارام سمندر سيمې د ازادې سوداګرۍ زون د جوړولو لاره دې پراخه او د سيمې د اتصل لپاره دې نوې نقشه جوړه کړي.
وانګ يي زیاته کړې، چين به د خپل عصريتوب د پرمختګونو له لارې د اسيا او ارام سمندر سيمې او نړۍ ته نوي پرمختيايي فرصتونه برابر کړي.



































