د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د فبرورۍ په لسمې نېټې د بېجينګ له با يي ودانۍ څخه په انلاين ډول د دغه هېواد د ځواکونو د نوبتي دندو د پلي کولو حالت څارلی او د پوځيانو د حال احول پوښتنه يې کړې ده.
نوموړي د ګوند د مرکزي کمېټې او مرکزي پوځي کمېسيون په استازيتوب د پسرلني اختر په وياړ د ولسي ازادۍ بښونکي پوځ ټولو قوماندانانو او پوځيانو، وسله والو پوليسو، ملکي مامورينو، احتياطي افرادو او مليشاوو ته نيکې هيلې او پېرزوینې وړاندې کړې دي.


































