د چین، کمبوډیا او تایلنډ غیررسمي خبرې د فبرورۍ په ۱۰مې نېټې په بېجینګ کې ترسره شوې.
د درې واړو هېوادونو د نړیوالو موضوعاتو او نظامي چارو کارپوهانو د کمبوډیا او تایلنډ د سولې او متقابل اعتماد د هڅونې په اړه د نظریو تبادلې کړې دي.
درې واړو خواوو د تېر کال په ډسمبر کې د چین د یون نان ولایت د فو شیان جهیل سیمه کې هم خبرې کړې وې او د کمبوډیا او تایلنډ د اوربند د غځېدو او د اړیکو د ښه والي په اړه یې هوکړې کړې وې.
په بېجينګ کې يې اوسنۍ خبرې هم د فو شیان د مذاکراتو پر منځپانګې ورټولې وې.
د خبرو ګډونوالو رسنيو ته د کمبوډیا او تایلنډ ترمنځ د اوربند حالت کمزوری بللی او ويلي يې دي، چې د دواړو خواوو د اعتماد او سولې او همکارۍ د بیا جوړولو لپاره یوه اغېزمن میکانیزم ته اړتيا ده او دا د خبرو د ښکیلو خواوو د ګډو کوښښونو په رڼا کې رامنځته کېدای شي او اوسنيو خبرو ورته مهم ډګر برابر کړی دی.



































