د چین د موټرو صنعتي ټولنې په دې وروستيو کې يو لړ شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د روان کال په جنورۍ کې په دغه هېواد کې د نوې انرژۍ موټرو د تولید او پلور اندازه په جلا جلا توګه ۱.۰۴۱ ميليونو او ۹۴۵ زرو ته رسېدلې، چې دا د ۲۰۲۵م کال د همدې مودې په پرتله ۲.۵ سلنه او ۰.۱ سلنه زياتوالی ښيي.
د چين د موټرو صنعتي ټولنې مرستیال سرمنشي چن شه هوا رسنيو ته ويلي، چې په هېواد کې يې د روان کال په پيل کې د موټرو د توليد او پلور مسلک په ټولیز ډول ښه و او د اړوندو پالیسیو تطبیق يې د موټرو د تقاضا په ثابتې بيا زياتېدنې کې مرسته کوي.



































