د چین د دفاع وزارت د مطبوعاتو مرستیال او ویاند جیانګ بین د فبرورۍ په ۱۰مې نېټې یوې خبري ناستې ته د وروستیو پوځي مسئلو په اړه معلومات ورکړي دي.
ځينو رسنيو ويلي، د تایوان د بېلتون غوښتونکو وسله وال پلان لري، چې د پنګ هو او دونګ اين ټاپوګانو ته هیمارس سیسټم ولېږدوي او دغه سیسټم کولی شي، چې فوجیان او جه جیانګ ولایتونه تر پوښښ لاندې راولي.
د تایوان کارپوهانو ويلي، چې د دې سیمې د بېلتون غوښتونکو دفاعي ادارې د ازادۍ بښونکي پوځ پر وړاندې د “مخکې له مخکې برید” مفهوم وړاندیز کړی دی.
د چین د دفاع وزارت ویاند جیانګ بین رسنيو ته ویلي، د تایوان د بېلتون غوښتونکو نوموړی مفهوم ورځ تر بلې مزخرفه او خيالي کېږي او که وسله وال يې د ازادۍ بښونکي پوځ د غښتلي ځواک پر وړاندې جګړه پیل کړي، نو له بربادۍ سره به مخ شي.



































