سي اېم جي د چين پسرلني اختر د را رسېدو په درشل کې د ماښامنۍ هنري نندارې ټرېلر د فبرورۍ په اتمې نېټې د جنوبي افريقا په سان سيټي ښار کې خپور کړ.
د هنري نندارې ټرېلر په لومړي ځل په ۲۰۲۵م کال کې په همدې ښار کې نندارې ته وړاندې شوی و.

سان سيټي ښار د جنوبي افريقا په منظره لرونکو ځايونو کې شمېرل کېږي. دا دويم کال دی چې د يادې هنري نندارې ټرېلر د دې ښار په سيلانيزې سيمې کې نندارې ته وړاندې شو.
چين جنوبي کرې ته د پسرلني اختر خوشحالۍ رسولې دي. د پسرلني اختر د هنري نندارې ټرېلر په منظره لرونکي ځای کې خپور شوی او ډېر سيلانيان يې راجلب کړي او ټولو ترې د چيني کلتور جاذبه احساس کړې ده.



































