د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې مولوي نورجلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سنیزا او د پولیو برخې له مسؤولینو سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په کتنه کې د پولیو د تشخیص لابراتوار د کار کوونکو پر ظرفیت لوړونې او پراختیا او تمویل، د پولیو پر ضد مبارزې، د روغتیایي خدمتونو پراختیا او د تخنیکي غونډو پر اجنډا خبرې کړې دي. د عامې روغتیا وزیر د لابراتوار د لا فعالولو او د تشخیص لپاره د کورنیو امکاناتو د برابرولو غوښتنه کړې ده.



































