په ویانا کې د ملګرو ملتونو په مقر او نورو نړیوالو سازمانونو کې د چین دایمي استازي لي سونګ د فبرورۍ په ۱۱مې نېټې خبري رسنيو ته د چين د ذروي چاودنې د ازموينې په اړه د امريکا تورونه بې اساسه بللي دي.
نوموړي ويلي، د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د جینوا د بې وسلې کولو کنفرانس کې پر چین تور لګولی، چې د ۲۰۲۰م کال په جون کې یې د ذروي چاودنې ازموینه کړې ده.
« د ذروي ازموینې د هراړخيز بندیز تړون» د چمتووالي کمېسیون د لنډمهاله تخنیکي سکرتریت اجرائيوي منشي د امريکا د ياد تور په ځواب کې یوه بیانیه خپره کړې او پکې يې ويلي، چې سازمان يې د امریکا لخوا ادعا شوې ورځ کې د ذروي چاودنې د ازموینې هیڅ پېښه نه ده موندلې.
د ياد کمېسيون بیانيه د دې ښکارندويي کوي، چې د چین په اړه د امریکا تورونه بې اساسه او د بد نيت کړنې يې غیر مسؤلانه دي او د اټومي ازموینې د بیا پیلولو لپاره پلمې لټوي.



































