د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان د فبرورۍ په ۱۱مې نېټې د دغه وزارت په نوبتي خبري ناستې کې خبريالانو ته د ۲۰۲۶م کال د اېپيک د لوړ پوړو چارواکو د لومړۍ غونډې په اړه معلومات ورکړي دي.
لين جيان ويلي، د ۲۰۲۶م کال لپاره د اېپيک د لوړ پوړو چارواکو لومړۍ غونډه او اړوندې ناستې د فبرورۍ له لومړۍ نېټې څخه تر لسمې نېټې پورې د ګوانګ دونګ ولايت په مرکز ګوانګ جو ښار کې ترسره شوې، چې دا د اېپيک د کوربه هېواد په توګه د چين له خوا جوړ شوی لومړی رسمي فعاليت او د بېلا بېلو برخو د همکاريو پيل دی او په راتلونکي نومبر کې د اېپيک د مشرانو د غير رسمي غونډې لپاره يې د چمتوالي ښې لاسته راوړنې دي.
لين جيان زياته کړې، په دې غونډه کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي هم ګډون او وينا کړې ده. د غونډې په ترڅ کې ۵۵ اړوندې ناستې او فعاليتونه ترسره شوي او د غړو اقتصادونو او د اېپيک د دارالانشا، کتونکو غړو او سوداګريزې معلوماتي شورا ۱۴۰۰ استازو پکې ګډون کړی و.



































