د چین خارجه وزیر وانګ يي د فبرورۍ په ۱۱مې نېټې د هنګري په پلازمېنې بوداپست کې د دغه هېواد له لومړي وزیر اوربن ویکتور سره لیدلي دي.
نوموړي له اوربن ویکتور سره په لیدنې کې ویلي، د چین او هنګري مشرانو متقابل اعتماد او دوستانه اړیکې ټینګې کړي او د متقابلو اړیکو د ټینګښت لپاره يې ستراتيژيکي تضمین برابر کړی دی.
وانګ يي ويلي، د دواړو هېوادونو اړیکې د متقابل درناوي، مساواتو او د ګټورو همکاريو پر بنسټ ټینګې شوي، چې پياوړی حیاتي ځواک او د پرمختګ پراخه زمینه لري. هغه د چین او هنګري ترمنځ همکاریزې اړیکې د اروپا او نړۍ لپاره یوه نمونه بللې او هیله یې ښودلې چې هنګري به د چین او اروپا د اړیکو د لا ټینګښت لپاره رغنده رول ولوبوي.
لومړي وزیر اوربن ويکتور د چین د پرمختګ بریالیتوبونه ستايلي او د چیني تصدیو هرکلی يې کړی، چې په هنګري کې پانګونې وکړي.
نوموړي ويلي، هېواد يې د یو چین د پېژندنې پر اصل ټینګار لري او له چین سره به هراړخیزې همکارۍ لا ژورې کړي او په خبره یې، هنګري به تر خپلې وسې پورې د اروپا او چین ترمنځ ډیالوګ او همکارۍ وهڅوي.



































