د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د فبرورۍ په ۱۱مې نېټې د بېجينګ د خلکو په لوی تالار کې د دغه هېواد د مختلفو ډيموکراټيکو ګوندونو د مرکزي کمېټو او د صنعتي او سوداګريزو ټولنو له مسولينو او د غير ګوندي شخصيتونو له استازو سره د ياد اختر د هرکلي په پار ناسته کړې ده.
نوموړي د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې په استازيتوب د بېلا بېلو ډيموکراټيکو ګوندونو او صنعتي او سوداګريزو ټولنو غړو او غير ګوندي شخصيتونو ته د پسرلني اختر مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.



































