د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ په دې وروستيو کې د طبيعي علومو د ملي صندوق د چارو لارښوونه کړې او ويلي یې دي، چې دغه صندوق د جوړېدو له ۴۰ کلونو راهيسې د بنسټيزو څېړنو د پرمخبېولو او د نوښتي متخصصينو د روزلو په برخو کې مثبت رول لوبولی دی.
شي جين پينګ له نوموړي صندوق څخه غوښتي، چې د بنسټيزو څېړنو ستراتيژيک، وړاندويونکی او سيسټماټيک جوړښت اباد کړي، په چارو کې دې ژور اصلاحات راولي، د مرستندويه پيسو سيسټم دې لابشپړ او موثريت دې يې لا لوړ کړي، د ساينسي څېړنو مناسب چاپېريال دې برابر کړي، نړيوالې همکارۍ دې پياوړې کړي او د نوښتي پايلو او د لوړې کچې د ساينسي او ټېکنالوژۍ د پرمختګ ملاتړ دې وکړي.
د چين د طبيعي علومو ملي صندوق د ۱۹۸۶م کال په فبرورۍ کې جوړ شوی، چې له ساينسي کارکوونکو سره د بنسټيزو څېړنو د مالي مرستو مهمه لار بلل کېږي.



































