د چین میډیا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې ټرېلر د ویتنام په پلازمېنه هانوي، هو چي مېن ښار او دا نانګ په ګډون په ډېرو ښارونو کې پر څه باندې ۱۷ زره ودانیزو اعلاني سکرینونو خپره شوه.
یاده ټریلر ویډیو به د درېیو اوونیو په وخت کې هره ورځ تر اویا ځلو زیات په پرلهپسې توګه خپرېږي او تمه ده چې له لسګونو میلیونو لیدونکو ته وړاندې کړي، څو د ویتنام خلک د چین پسرلني اختر د ځانګړې ښکلا او ژور کلتور په اړه ترلاسه کړي.

په وروستیو کلونو کې د چین او ویتنام اړیکې په پرلهپسې توګه ژورې شوې دي او دواړو هېوادونو د اقتصاد، کلتور او نورو برخو کې خپلې همکارۍ لا پیاوړې کړې دي. د ویتنام خلکو د چینایي کلتور سره لېوالتیا هم زیاته شوې ده. د یادې ټریلر ویډیو د خپرېدو د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د متقابل درک په لا پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي.



































