په عمان کې د چين سفارت د فبرورۍ په لومړۍ نېټې د پسرلني اختر په وياړ مېلمستيا ترسره کړې ده.
په دغې مېلمستيا کې د عمان د انرژۍ او کانونو وزير، د ملي شورا غړو، د شاهي کورنۍ غړو، د دغه هېواد لوړ پوړو چارواکو، په مسقط کې د مختلفو هېوادونو سفيرانو، مېشتو چينايانو، د چیني سازمانونو استازو، د چيني ژبې ښوونکو او د دواړو هېوادونو زده کوونکو او د بېلا بېلو ټولنو شخصیتونو په شمول څه نا څه ۵۰۰ کسانو ګډون کړی و.
د يادې مېلمستيا په څنډه کې د چين ميډيا ګروپ د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې ټرېلر هم خپور شوی دی.
دا لومړی ځل و چې د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې ټرېلر په عمان کې نندارې ته وړاندې و.
چيني او بهرنيو مېلمنو د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې ته تمه څرګنده کړه.



































