د ملګرو ملتونو په يونيسکو سازمان کې د چين پلاوي د فبرورۍ په لسمې نېټې د دغه سازمان په مقر کې د ۲۰۲۶م کال د پسرلني اختر په وياړ فعاليت ترسره کړی دی.
په دغه فعاليت کې د سي اېم جي د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې ټرېلر نندارې ته وړاندې شوی او هم پکې د وېډيو جوړونې د عصري ټکنالوژۍ له لارې د چين د پسرلني اختر او د چين د کلتور په اړه معلومات وړاندې شوي دي.
دا لومړی ځل دی، چې د سي اېم جي د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې ټرېلر د يونيسکو په مقر کې نندارې ته وړاندې شوی دی.
په دغه فعاليت کې د يونيسکو عمومي مدير، د غونډې مشر او د دې سازمان د اجرائيوي ادارې رئيس په شمول لوړ پوړو چارواکو ګډون او ځينو یې ويناوې کړې دي.
په دغه فعالیت کې شاوخوا ۵۰۰ کسانو برخه اخيستې وه او په ګډه يې د چين پسرلنی اختر لمانځلی دی.



































