د چين د فلمونو دولتي ادارې، سي اېم جي او د سوداګرۍ وزارت په کوربتوب د ۲۰۲۶م کال لپاره د فلمي اقتصاد د پرمخبېولو د فعاليت د پيل مراسم د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې په پلازمېنې بېجينګ کې ترسره شول.
په دغو مراسمو کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د اطلاعاتو او ناشراتو مرستيال وزير، د سي اېم جي مشر شن های شيونګ او د چين د سوداګرۍ مرستيال وزير يان دونګ هم ګډون کړی و.
ابتدايي شمېرې ښيي، تېر کال د چين د فلمي صنعت تولیدي ارزښت له ۸۱۰ ميليارډو يوانو څخه پورته و.
د معلوماتو له مخې، د نوموړي فعاليت په رڼا کې به په روان کال کې په بېلا بېلو ځايونو کې د فلمي اقتصاد د پرمخبېولو لپاره د بېلا بېلو فعاليتونو په ترسره کولو سره د فلمي چارو مصرف زيات شي، چې په دې سره به اقتصادي او ټولنيز پرمختګ وغوړېږي.



































