په دې وروستیو کې په نړيوالو رسنيو کې د جيفري اپسټین اسناد خپرېږي، چې د نړۍ په لر او بر کې يې د خلکو پاملرنه راجلب کړې ده.
دغو اسنادو د امريکا د (بشري حقونو مدافع) او (د نړۍ سمندري څلی) په نوم جوړ شويو دروغو څخه پرده پورته کړې ده.
سي جي ټي اېن په همدې اړه په مجازي نړۍ کې يوه سروې ترسره کړې ده.
د سروې ۹۲ سلنه ګډونوال پر دې اند دي، چې د اپسټین قضيې د امريکا د سياسي نظام د ګډو ارزښتونو بنسټونه لړزولي او ژورې سيستماتيکې ستونزې یې پکې رابرسېره کړې دي.
د سروې اکثرو ګډونوالو ويلي، چې د امريکا حکومت د ټولو لپاره خدمتونه نه کوي، بلکې د لږ شمېر شتمنو او امتياز لرونکو لپاره کار او خدمت کوي.
سي جي ټي اېن دغه سروې په انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي ژبو خپره کړې، چې په ۲۴ ساعتونو کې ۹۶۹۰ کسانو پکې برخه اخیستې او خپل نظرونه یې څرګند کړي دي.



































