د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لین جیان د فبرورۍ په ۱۲مې نېټې د دغه وزارت په نوبتي خبري ناستې کې د بهرنيو رسنيو د هغه خبر په اړه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په راتلونکي اپریل کې چین ته سفر وکړي، ځواب ورکړی دی.
نوموړي ويلي، د مشرانو ترمنځ ډیپلوماسي د چین او امریکا په اړیکو کې د ستراتیژیکې لارښوونې بې بدیله رول لوبوي.
لین جيان زياته کړې، چې ولسمشر ټرمپ په دې وروستیو کې له چينايي سیال شي جين پينګ سره په ټلیفوني خبرو کې په راتلونکې اپریل میاشت کې چین ته بیا د سفر هيله ښودلې او رئیس شي جین پینګ هم ورته بلنه ورکړې ده. اوسمهال د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې د ټرمپ د سفر په اړه په اړيکه دي.
لین جیان د چین او امریکا د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو اصل متقابلې ګټې بللي او په خبره یې، دواړه هېوادونه باید د مشرانو مهمه اجماع پلې کړي او خپلمنځي اقتصادي او سوداګریزو همکاريو او نړیوال اقتصاد ته باید ډاډمنه فضا او ثبات برابر کړي.



































