د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو دايمي غړي او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کمېټې رئيس وانګ هو نينګ د پسرلني اختر د رارسېدو په درشل کې د فبروۍ په ۱۲مې نېټې د مذهبي ټولنو د مسؤلينو په غونډه کې ګډون کړی او ټولو سره يې په ګډه پسرلنی اختر لمانځلی دی.
وانګ هو نينګ د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې او د دې کمېټې د عمومي منشي شي جين پينګ په استازيتوب د هېواد مذهبي شخصيتونو او پلويانو ته يې د اختر مبارکي او نيکې هيلې وړاندې کړې دي.
نوموړي په تېر يو کال کې د يادو ټولنو کارونه ستايلي او په ۲۰۲۶م کال کې يې ورته د ښو چارو د ترسره کولوهيله ښودلې ده.



































