د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې او دولتي شورا د فبرورۍ د ۱۴ مې نېټې په سهار په پلازمېنه بېجينګ کې د ۲۰۲۶م پسرلني اختر نمانځغونډه وکړه .
د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئیس شي جين پينګ دې غونډې ته وينا وکړه او د دغه ګوند د مرکزي کمېټې او دولتي شورا په استازيتوب يې د هېواد د بېلابېلو قومونو خلکو ته او همدارنګه د هانکانګ او مکاو ځانګړو اداري سيمو او تايوان وطنوالو او په بهر کې مېشتو چينايانو ته د پسرلني اختر مبارکي او نېکې هيلې وړاندې کړې.
شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل: (( پای ته رسېدونکی کال چې ښامار کال بلل کېږي، یو ډېر ځانګړی کال مهم کال و. موږ د ډېر پېچلي او له بدلونونو ډک نړيوال او کورني وضعيت پر وړاندې له ستونزو سره سره بيا هم پرمخ تللي يو او د ګوند او هېواد چارو کې مو نوي پرمختګونه او لاسته راوړنې موندلې، د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ مهمې کلنۍ موخې او دندې مو په سالمه توګه بشپړې کړې، د هېواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ ۱۴ م پنځه کلن پلان مو په برياليتوب پوره کړی، د هېواد اقتصادي، علمي او ټېکنالوژيکي، دفاعي او جامع ځواکونه لا قوي شوي او د هېواد د عصري کېدو بهیر کې نوي کوټلي ګامونه پورته شوي دي.


































