د چین د دولت رئیس شي جين پينګ د فبرورۍ په۱۴مه نېټه د افريقايي ټولنې نوبتي مشر او د انګولا ولسمشر جواو لورنسو او د افريقايي ټولنې د کمېټې مشر يوسف ته د مبارکۍ پيغام ولېږه او د افريقايي هېوادونو او خلکو ته يې د افريقايي ټولنې د ۳۹مې سرمشريزې غونډې د جوړېدو په مناسبت تود هرکلی او مبارکي وويله.
شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې د پېچلو او بې ثباته نړيوالو حالاتو په وړاندې، چين په کلکه د نړیوالې سولې ساتنې، د ګډ پرمختګ د هڅولو او د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې د جوړولو لپاره کوښښ کوي. چين به د ۲۰۲۶ کال د مې له لومړۍنېټې څخه له ۵۳ افريقايي هېوادونو سره چې ډيپلوماتيکې اړيکې لري، د صفر تعرفې تدبيرونه په بشپړه توګه پلي کړي او په عین وخت کې د ګډ پرمختګ لپاره د اقتصادي همکاریزو اړیکو په اړه د تړونونو لاسليک ته دوام ورکوي. دا د چين لخوا د لوړې کچې پرانيستلو د پراخولو لپاره يو نوی اقدام دی او بې له شکه به د افريقايي هېوادونو د پرمختګ لپاره نوي فرصتونه برابر کړي.


































