جمعه, سپتمبر 11, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

    هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

    د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

    په تېرو پنځو کلونو کې ۹۲۸ اداري پروسې ساده شوې دي

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    افغانستان؛ د پانګونې د نوي فصل پر درشل کې

    پوستي خدمتونه؛ د لیکونو له رسولو تر ډیجیټلي اقتصاد پورې

    د شانګهای همکاریو سازمان او افغانستان: د سیمه‌ییز ثبات او سوکالۍ کلۍ

    افغانستان؛ د ازبکستان د صادراتو نوی مهم بازار او د سوداګرۍ د پراختیا فرصت

    اقلیمي ګواښونه؛ افغانستان ته څه کول په کار دي؟

    د نړۍ د باور نوې نقشه؛ چین د همکارۍ په ځواک زړونه ګټي

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه نړیوال خبرونه

لا زیات خلک د پسرلي اختر دودونه تجربه کوي

فبروري 14, 2026
in نړیوال خبرونه
0 0

د ۲۰۲۶ کال د چین دوديز پسرلنی اختر به ډېر ژر راشي. د چین د پلازمېنې بېجینګ ګڼه ګوڼه ورو ورو ارامه کېږي، ځکه چې زیات خلک د پسرلني اختر د رخصتیو په موده کې بېرته خپل ټاټوبي ته ځي. په تېرو وختونو کې د بېجینګ ځایي اوسېدونکو د پسرلني اختر په موده کې د معبدي بازارونو د سېل عادت درلود، خو دوی اوس د پسرلني اختر د ځانګړو تجربه کولو لپاره  له نورو ښارونو سېل ته ډېر لېواله دي.

په وروستیو کلونو کې، په ګوانګ دونګ ولایت کې چاو جو او شان تو ښارونه د پسرلني اختر په موده کې د سفر مشهور ځایونه ګرځېدلي دي. په دغو ځایونو کې د پسرلني اختر ځانګړې فضا او د سندرو او نڅا په شمول ځانګړي دودونه ډېر مشهور دي.

روان کال ډېرو خلکو هڅه وکړه چې د پسرلني اختر له یوې میاشتې مخکې چاو جو او شان تو ښارونو ته د سفر لپاره د الوتکو ټکټونه واخلي او هوټلونه بوک کړي، خو ډېر خلک غواړي نوموړو ځایونو ته لاړ شي، ځکه په چاو جو او شان تو ښارونو کې د هوټلونو بیې  اسمان ته پورته شوې دي او د الوتکو ټکټونه هم ډېر وخت مخکې پلورل شوي دي.

روان کال د چین حکومت د پسرلني اختر لپاره عامه رخصتي ۹ ورځو ته وغځوله چې خلک کولی شي نه یوازې خپل ټاټوبي ته بېرته ستانه شي، بلکې هم کولای شي د هېواد بېلا بېلو ځایونو ته سفر وکړي او د اختر متنوع فضا تجربه کړي.

په تېرو ۴۰ کلونو کې دا د چینایانو لپاره یو دود دی چې د پسرلني اختر د ماښامنۍ هنري نندارې د کتلو پرمهال له خپلې کورنۍ سره یو ځای ماښامنۍ ډوډۍ خوري. دغه هنري ننداره د هر کرنیز کال د وروستۍ ورځې په ماښام  د چين د دولتي رسنۍ ((سي سي ټي وي)) پر تلويزیوني چينلونو خپرېږي او هر ځل د شاوخوا ۴ ساعتونو لپاره دوام لري او چینايانو ته يې ډېرې ګرانې او په زړه پورې خاطرې  وریادې کړې دي.

د وختونو له پرمختګ سره سره د دودیزو رسنیو پر ځای ټولنیزو رسنیو ډېر پرمختګ موندلی، خو په ورته وخت کې د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري ننداره هم له مختلفو ننګونو سره مخ شوې ده. د دې نندارې تنظیم کوونکو په فعاله توګه له واقعي حالاتو سره سم پروګرامونه تنظیم کړي چې په ټولنیزو رسنیو کې د نندارې انلاین ژوندۍ خپرونې وړاندې کړې او د ټولنیزو رسنیو له لارې يې له لیدونکو سره تعامل کړی دی.

د چیني دودونو له مخې، د پسرلني اختر په موده کې مشران کوچنيانو ته د نوي کرنيز کال د نېکو هيلو د څرګندولو لپاره پیسې ورکوي، دغه پیسې عموماً په کوچنيو سرو کاغذي پاکټونو کې اچول کېږي. د پسرلني اختر د هنري نندارې تنظیم کوونکې ‌ډلې په ۲۰۱۵ م کال کې  له ويچېټ اپليکېشن سره چې په چين کې له لویو ټولنیزو رسنيو څخه دی، يوه همکاريزه پروژه ترسره کړه، چې له مخې يې لیدونکي کولی شي، د ويچېټ له لارې خپلو کورنیو او ملګرو ته ډیجیټلي سره پاکټونه واستوي. په هغه شپه، له ۱ میلیارد څخه ډېر سره پاکټونه د ويچېټ اپليکېشن له لارې واستول شول او په راتلونکو ۳ میاشتو کې، له ۲۰۰ میلیونو څخه ډېر بانکي کارتونه له دې اپليکېشن سره وصل شول. دا د پسرلني اختر ماښامنۍ هنري نندارې او ټولنیزو رسنیو ترمنځ د ګټې – ګټې همکارۍ یوه روښانه بېلګه ده.

د زمانې پرمختګ د چین د پسرلني اختر دودونه نه دي بدل کړي، بلکې کورنۍ يې لا نژدې کړې او لازیاتو خلکو ته یې له مختلفو لارو د پسرلني اختر جاذبه تجربه کولو توان ورکړی دی.

Share1Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

برادر: ترکي پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه زیاته کړي

سپتمبر 11, 2026

هند ته د افغان تازه او وچو مېوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوي

سپتمبر 11, 2026

د افغان او ایراني ښځینه سوداګرو ترمنځ ګډې سوداګریزې چارې پیليږي

سپتمبر 11, 2026

ایران د بالستیک توغندیو تولید بیا پیل کړی

سپتمبر 11, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In