په دې وروستیو ورځو کې، د نړۍ په مختلفو ځایونو کې د خوشاله پسرلني اختر په نوم لړيز فعاليتونه ترسره شوي دي.
په سربیا کې د پسرلني اختر په مناسبت د چيني اتباعو او چيني الاصله بهرنيانو مېلمستيا او د خوشاله پسرلني اختر په نوم ګډه مېله په دې وروستیو کې په بلګراد کې د چینایي کلتوري مرکز کې ترسره شوه.
په متحده عربي اماراتو کې، د پسرلني اختر په مناسبت لویه ګرځنده هنري مېله ترسره شوه او پکې تر ۱۰ زرو زياتو خلکو د لوی ښامار نڅا او زمري نڅا په نوم چيني دوديزې نڅاوې او د روبوټونو ننداره وکتله.
د زمبابوې په هرارې کې هم د پسرلني اختر د نمانځنې فعاليت ترسره شو او د دغه هېواد مشهورو هنرمندانو او چيني هنري ډلو پکې سندرې ويلې دي.
په تایلینډ کې د پسرلني اختر د نمانځنې فعالیت د دغه هېواد د صدارت ماڼۍ کې ترسره شو. د دغه هېواد سرپرست صدراعظم انوتین په چیني ژبه چينايانو ته د پسرلني اختر مبارکي وويله.



































