د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بيورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي، د جرمني د بهرنیو چارو وزیر کارل هینز واډفور او د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان میشل بارو د فبرورۍ په ۱۳مه د جرمني په مونیخ کې خبرې اترې وکړې.
وانګ یي وویل، چې درې واړه هېوادونه د مسؤلیت منونکو لویو هېوادونو او د نړۍ د لویو اقتصادونو په توګه، د نړۍ د سولې او پرمختګ لپاره مهم مسؤلیتونه لري. د چین پرمختګ د اروپا لپاره فرصت دی، او د اروپا پر وړاندې ننګونې له چین څخه نه راځي.
هغه هیله څرګنده کړه چې جرمني او فرانسه، د اروپايي ټولنې د مهمو قدرتونو په توګه دې خپلو ګټو او د اروپايي ټولنې عمومي ګټو ته په کتو اروپايي ټولنه وهڅوي، چې د چین په اړه عيني او هراړخيز پوهاوی ولري او منطقي او عملي تګلارې غوره کړي او د دواړو خواوو ترمنځ همکاریزې اړيکې لا ټينګې وساتي.
واډفور وویل چې د یوې ناارامې نړۍ په وړاندې، جرمني او فرانسه له چین سره تر بل هر وخت ډېر تماس او خبرو ته اړتيا لري، څو متقابل باور زیات کړي، ناسم پوهاوی له منځه یوسي، د لویو هېوادونو په توګه خپل رول ولوبوي او یو متحد غږ راپورته کړي.
بارو وویل چې نن ورځ د نړۍ پر وړاندې بې ثباتۍ مخ په زياتېدو دي، څو اړخیزم او نړیوال نظم له ګواښونو سره مخ دی او د نړۍ په ډېرو ځايونو کې تاوتريخوالي دوام لري. فرانسه، چین او جرمني باید د نړيوالې سولې او نړیوالې حکومتدارۍ د ښه والي لپاره ګډه کار وکړي.
درې واړو خواوو همدارنګه د چین او اروپايي ټولنې په اړیکو کې د مهمو مسئلو او د اوکراین بحران په شمول د ګډې علاقې وړ موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله کړې ده.



































