د چین د کرنیز نوي کال د رارسېدو په درشل کې د چين صدراعظم لي چيانګ د فبرورۍ په ۱۳مه ماسپښين د خلکو په لوی تالار کې د هغو بهرنيو کارپوهانو له استازو سره وکتل او خبرې يې ورسره وکړې چې په چين کې کار کوي او د ۲۰۲۵ کال د چين د حکومت د دوستۍ جايزې يې ترلاسه کړې وې.
د برېټانيا، هالنډ، يوګانډا، بلغاريا، بېلاروس او جرمني په شمول د بېلابېلو هېوادونو کارپوهانو په غونډه کې ګډون وکړ او د ساينسي نوښت، کرنيز پرمختګ، کلتوري تبادلو، د کارپوهانو روزنې او د پانګونې همکارۍ په اړه يې خپل نظرونه څرګند کړل.
لي چيانګ هيله څرګنده کړه چې بهرني کارپوهان د چين او نړۍ ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي، د متقابل پوهاوي او باور د پياوړتيا، د تجربو د تبادلې او د ګډو ګټو د لاسته راوړلو لپاره لا ستره ونډه واخلي. هغه په چين کې بهرني کارپوهان د چين د خلکو رښتيني ملګري بللي او ويلي يې دي چې د چين حکومت به هڅه وکړي د هغوی د کار او ژوند لپاره لا ښه چاپېريال برابر کړي.



































