د چين خارجه وزير وانګ يي د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه د مونيخ په امنيتي غونډه کې د ګډون په څنډه کې له جاپان سره په اړيکو کې د چين دريځ بيان کړ.
هغه په خپلو خبرو کې غږ وکړ چې اسيايي هېوادونه بايد د جاپان د خطرناکو احتمالي کړنو په مقابل کې ويښ واوسي. د جاپان صدراعظم وړاندې څرګنده کړې، که د تايوان تنګي په شاوخوا کې څه پېښې رامنځته شي، نو جاپان کولای شي د ځان د دفاع خپل حق پوره کړي. دا له تېرو ۸۰ کلونو راهيسې لومړی ځل دی چې د جاپان یو صدراعظم په ښکاره د چين ملي حاکميت او تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته رامنځته شوی نړيوال نظم ګواښي. د جاپاني صدراعظم دغه خبره له چين سره د جاپان د کړې ژمنې خلاف عمل هم دی. دا د چين او د چین د خلکو لپاره د منلو وړ نه ده.
د چين خارجه وزير وانګ يي په خبره، په تايوان مسئله کې د جاپان صدراعظم ناسمې خبرې ښيي، پر تايوان د جاپان د استعماري کولو او په خپل هېواد کې د ميليتاريزم د بيا ژوندې کولو په پار د جاپان توطيه او بد نيت تر اوسه له منځه نه دی تللي.



































