د ۲۰۲۶ کال لپاره د چين د دوديز پسرلني اختر په رارسېدو سره د پاکستان ، قبرس، يوراګوی ولسمشرانو، د تونګا لومړي وزير، د السلوادور مرستيال ولسمشر او د زامبيا د ولسمشر مرستيالې په شمول د څو هېوادونو مشرانو په وار سره چينايانو ته د دغه اختر مبارکي ویلي دي.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري چينايانو ته د اختر مبارکي د ويلو تر څنګ د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ لوړه قدرداني کړې او ويلي يې دي، د چين تر پرمختيايي ماډل لاندې د دغه هېواد هر تن خپل ارزښت پيدا کوي او ټول هېواد په يو موټي پر سم لوري پرمختګ کوي.



































