کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د بدخشان په شهر بزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنجخواه ولسوالیو کې د زر وینځلو کانونو د اېستلو او په اړوندو تخنیکي چارو کې له ۱۰۰ زرو ډېرو کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شوې. دغه وزارت زیاته کړې، د زر وینځلو کانونو فعالیت نه یوازې د خلکو لپاره د کار زمینه برابره کړې، بلکې د سیمې اقتصادي وضعیت یې هم د پام وړ ښه کړی او ډېری ځايي اوسېدونکي چې پخوا له بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ و، اوس د دغو پروژو له لارې د خپل ژوند ورځني عواید ترلاسه کوي.



































